کابل/ د ليندۍ ١٦مه /باختر
د ډبرو سکرو کان کارګرانو نن سهار په بغلان کې عمومي لويه لاره وتړله.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: په پلخمري ښارکې د ډبرو سکرو کان څه دپاسه ٦٠٠ کارګرانو په دغه ولايت کې عمومي لويه لاره او د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ رياست دروازه وتړله.
د اعتراض کوونکو کارګرانو استازي سخيداد رضايي وويل: له دوو مياشتو راپدېخوا د کرکر، دودکش، آهن دره او خورد دره د ډبرو سکرو د کانونو څه دپاسه ٦٠٠ کارګران بې سرنوشت دي او سربېره پر دې د معاشونو او امتيازاتو د نه ورکولو له ستونزو سره هم مخ دي.
د وسايطو د روغنياتو نشتوالى، په تونلونوکې د استحکامي وسايلو نشتوالى او د کارګرانو د لېږد رالېږد د موټرو نشتوالى هغه نورې ستونزې دي چې کارګران ورسره مخ دي.
رضايي د دغو ستونزو مهم عامل د کانونو او پټروليم وزارت وباله او زياته کړه: سره له دې چې دغه ستونزه د ولايت د مقام او د بغلان له ولايتي شورا سره طرحه شوې ده؛، خو لازمه پاملرنه ورته نه ده شوې.
د ډبرو سکرو د څلورګونو کانونو د کارګرانو استازي وويل: ترهغه وخته پورې چې دولت زموږ ستونزې نه وي څېړلې؛ خپلو مدني حرکاتو ته دوام ورکوو.
د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ رييس ډيپلوم انجنير فدامحمد تاشي وويل چې د تصديو شورا د څلورګونو کانونو د کارګرانو امتيازونه ځنډولي دي او د دغې ستونزې د حل په خاطر مو د کانونو او پټروليم وزارت ته يو وړانديز استولى دى چې له بده مرغه تراوسه د کوم لارښود په ترلاسه کولو چې د کارګرانو د غوښتنو ځواب ورکوونکى وي؛ نه يو بريالي شوي.
ختم-ج – اکرم
0 1 دقیقه لوستل