نړۍ، د وږي ۲۹ مه، بهرنۍ رسنۍ
د صهیونستي رژیم کان ۱۱ شبکې خبر ورکړی، چې اشغالي فلسطین کې د یهودي وګړو ګرځنده مبایلونه هک شوي او د خبرداري یو کوچنی پیغام یې ترلاسه کړی، چې سیمه کې له مېشتو خلکو غوښتل شوي، له خپلو مېنو ووځي او امن سیمو ته ولاړ شي.
د اسرایلو پوځ ویلي، لېږل شوی پیغام د دوی نه دی او ایران یې د دغې چارې مسول ګڼلی دی.
ایران تردا مهاله څه نه دي ویلي.
ورته وخت کې یو جاپاني شرکت په لبنان کې د پیجرونو، لب ټاپو کمپیوټرونو اونورو برېښنایي وسایلو د چاودنو په اړه څېړنې پیل کړي، ویلي یې دي، چې ډېر ژر به د دغو چاودنو اصلي لامل پیدا او خلکو سره به شریک شي.
لبنان کې د پرون او وړمې ورځې سایبري بریدونو کې زرګونه کسان ټپیان او تر لسو زیات کسان ووژل شول.
لبنان د دغو بریدونو مسول اسرایل بللی خو اسرایلو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.