اسماعیل هنیه تهران کې له ایراني چارواکو سره ګوري
نړۍ، د وري ۷مه، بهرنۍ رسنۍ
اسماعیل هنیه تهران کې له ایراني چارواکو سره ګوري
د ایران د تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې ټاکل شوې د فلسطین د حماس غورځنګ سیاسي مشر اسماعیل هنیه نن سه شنبې د ایران پلازمېینه تهران کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبدالهیان او ځینو نورو چارواکو سره ګوري.
دا په غزه کې د روانې جګړې پر مهال ایران ته د هنیه دویم سفر دی.
ایران چې د روانې جګړې له پیل راهیسې یې د حماس غورځنګ د کړنو ننګه کړې، ویل کیږي هنیه په ننني سفر کې له ایراني چارواکو سره د جګړې وروستي جزئیات شریک کړي او دغه راز پر اړوندو یو شمېر نورو مسایلو هم بحث او خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزه کې د اوربند پرېکړه لیک تایید کړ او د ایران په ګډون ګنو هېوادونو یې د تطبیق غوښتنه کړې ده.