اقتصاد

اسلامي پرمختيايي بانک افغانستان ته ٧٤ميليونه ډالره پور ورکړ

کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٥  نيټه  :
اسلامي پرمختيايي بانک ٧٤ ميليونه ډالره د کابل ښار د حلقوي سړک د جوړولو په خاطر پور ورکړ.
د دغه پور تړون په کابل کې د اسلامي پرمختيايي بانک مرستيال د ماليې له وزير سره لاسليک کړى دى .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د کابل ښار د حلقوي سړک د قيرکولو ټول لګښت ٣٠٠ ميليونه ډالره اټکل شوى دى چې ٧٤ ميليونه ډالره يې د اسلامي پرمختيايي بانک له پورونو څخه تمويليږي او نور يې د حکومت له خوا برابريږي.
د ماليې وزارت د مرستو د سمون  لوى رييس مصطفى آريا نن په يوه خبري غونډه کې د دغې موضوع په باب خبريالانو ته معلومات ورکړل او ويې ويل چې د کابل ښار حلقوي سړک د کابل _ قندهار لويه لاره  له کابل _لوګر او کابل _ جلال آباد، له کابل _ مزار او په پاى کې بېرته  له قندهار سره نښلوي.
آريا دغه راز زياته کړه چې د دغې پروژې لومړى پړاو په نږدې راتلوونکې کې پيليږي .
ده وويل  چې د دغه سړک ترڅنګ ټولنيز بنسټونه هم په پام کې نيول شوي دي.
د ماليې وزارت د مرستو د سمون د لوى رئيس د څرګندونوله مخې، د دغې پروژې ټول لګښت ٣٠٠ ميليونه ډالره دى او د دغې پروژې د لومړي پړاو لګښت  ١١٠ ميليونه ډالره دى چې په نږدې راتلوونکې کې عملي کار يې پيليږي.
د اسلامي پرمختيايي بانک مرستيال سيدآقا وويل چې دغه پور په  ٢٥کلونو کې د افغانستان د حکومت له خوا بېرته ورکول کيږي.
د دغې پروژې په اجرا کولو سره به د کابل ښار د ترافيکو زياتې ستونزې                 حل شي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته