اسلامي نړۍ ته خبرداری؛ د تاریخي خیبر نیول د اسرائيلو اصلي موخه ده
کابل، د لړم ۲۶ مه، باختر
تبصره
کله چې په اووم هجري کال کې مسلمانانو د خیبر تاریخي کلا د فتحې تکل وکړ او هلته د یهودیانو له سخت مقاومت سره مخ او بلاخره یې د فتحې بریا ترلاسه کړه، نو دغه پېښه مسلمانانو او یهودیانو ته د یو تاریخي مورد په توګه پاتې شو.
یهودیانو هغه مهال خپلې ځمکې او جایدادونه له لاسه ورکړل او ځینې چې پاتې هم شول، نو د هغه وخت له مسلمانانو سره د یو ځانګړي تړون له مخې یې ژوند تېراوه.
وروسته ترهغې د صلاح الدین ایوبي پر مټ د بیت المقدس فتح کېدل او نورې ورته پېښې د دې لامل شوي، چې له مسلمانانو سره د یهودیانو ابدي او تاريخي دښمنۍ نوره هم جدي شي او یهودیان له مسلمانانو څخه د سخت غچ اخیستلو په فکر کې شي.
اسرائيلیان له یو نسل څخه بل نسل ته له مسلمانانو د غچ اخیستلو مفکوره لېږدوي او له وخت سره ځان هم ورته عیاروي.
له وخت سره د ځان عیارولو څخه مې موخه دا ده، چې مثلاً دوی د روانې ۲۱ مې پېړۍ له ټولې عصري ټکنالوژۍ څخه ځان برخمن کړي او لا هم په دغې برخه کې سخت کار کوي.
اسرائيلیانو که پرون بیت المقدس اشغال کړ، نن یې د غزې د نیولو پلان جوړ کړی او سبا به هرومرو وړاندې ځي او تاریخي خیبر ته به ځان رسوي، خو که اسلامي نړۍ یې پر وړاندې اتحاد وکړي او له وخت سره ځان ورته عیار کړي، ټکنالوژۍ او عصري علوم ترلاسه کړي، نو لرې نه ده، چې د اسرائيلو د قدرت دایره به محدوده او له مسلمانانو د غچ اخیستلو او د خیبر او نورو سیمو د نیولو خوبونه به یې په اوبو لاهو شي.
که اسلامي نړۍ له اسرائيلو او د اسلام له نورو دښمنانو سره د مقابلې تکل لري، نو لومړی باید د کفارو په لاس او فکر جوړو شویو وسایلو څخه د استفادې فکر له خپل سره څخه لرې کړي او هڅه وکړي، چې په خپل لاس عصري وسایل جوړ کړي او بیا د کفارو مقابلې ته ورمخته شي.
او یو بل اړین مورد چې زه غواړم دلته ورته اشاره وکړم، هغه دا ده، چې نور د راکټ انداز، کلاشینکوف، پي کا او وړو وسلو وخت تېر شوی او نن ورځ هر څه په مصنوعي زیرکتیا او ټکنالوژۍ پر مخ ځي، نو هیله ده چې د اسلامي نړۍ ځوانان راویښ او د اسلام د دښمنانو پر وړاندې واقعي مبارزې ته ځان چمتو کړي.