سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

اسلامي امارت کې داسې څه دي، چې ورځ تر بلې پرې باورونه زیاتېږي

کابل، د مرغومې ۲۶ مه، باختر

تبصره

د بهرنیو اشغالګرو پر وړاندې د اسلامي امارت د بریا یو راز هم ولسي ملاتړ و، چې درلوده یې او اوس لیدل کېږي، چې دغه باور ورځ تربلې نور هم مخ پر زیاتېدو دی او د افغاني ټولنې نور اړخونه هم زړه ښه کوي، چې په اسلامي امارت باور ورکړي، چې ښه بېلګه یې په تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې د پخوانیو سیاسیونو بېرته راتګ، هېواد کې د ملي سوداګرو پانګونه او دلته کاروبار ته زړه ښه کول یادولی شو.

دغه باورونه ولې زیاتېږي؟

یو دلیل دا دی، چې اسلامي امارت ثابته کړه، چې دوی د هېواد د امنیت ساتلو جوګه دي او توانېدلي، چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې امنیت ټینګ ونیسي، هغه څه چې ان نړیوال یې هم مني.

نو له همدې امله کورني او بهرني پانګوال زړه ښه کوي، چې افغانستان کې پانګونه وکړي او دلته کاروبار پیل کړي، هغه څه چې هم پانګوالو ته ډېره ګټه کوي او هم افغانانو ته په کې د کار زمینه برابرېږي.

بل دلیل دا دی، چې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې دغه پانګوال او کاروباریان له باج ګیریو خلاص دي او یواځې به د قانون په چوکاټ کې مالیه ورکوي او بس.

پخوا خو به داسې و، چې که به یو چا یو کوچنی کاربار هم پیلوو، نو حکومت او زور واکو به ترې باجګیرۍ کولې او شکونې به یې پرې کولې، چې هم یې د کاروباري کار خرابوو او هم یې د وخت په تېرېدو دلته له پانګونې زړه تورېده، نو اړ وو، چې خپله پانګه او سرمایه له هېواد څخه بهر کړي.

پانګونې ته لکه د اسلامي امارت په شان سالمه او پاکه زمینه برابرول دا ګټه هم لري، چې که کاروباري هڅه کوي، پانګونه یې پخه او بنسټیزه وي او هڅه کوي د یوې اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې د خپل کاروبار لپاره ځای ځایګی جوړ کړي.

اوس یوه اسانتیا دا هم شته، چې که یو څوک غواړي کاروبار پیل کړي او پانګونه وکړي نو د جواز ترلاسه کولو په برخه کې له ستونزو او د رشوت له غوښتنې سره نه مخ کېږي او ډېر په سهولت کې کولی شي له قانوني لارې د کاروبار اجازه لیک ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته