سیاستخبرونهTOP

اسلامي امارت په افغانستان کې د القاعدې د مرکزونو شتون رد کړ

کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د امنیت شورا له لوري په افغانستان کې د القاعدې مرکزونو د شتون ادعا ناسمه بللې او ویلي یې دي چې د ملګروملتونو له آدرس څخه د افغانستان په اسلامي امارت باندې د تور پورې کولو یو منظم پروګرام پيل شوی چې تل پروپاګند کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي: د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستي راپور کې تور پوری شوی چې ګنې په افغانستان کې د القاعدې مرکزونه شتون لري او یا د اسلامي امارت په واکمنۍ کې په افغانستان کې ځينې ډلې فعالې شوې دي.

د افغانستان اسلامي امارت دغه ناسم تور په کلکه ردوي، متأسفانه د ملګروملتونو له آدرس څخه د افغانستان په اسلامي امارت باندې د تور پورې کولو یو منظم پروګرام پيل شوی چې تل پروپاګند کوي.

دا د ملګروملتونو له آدرس څخه سوء استفاده ده چې متأسفانه غړي هېوادونه هم اجازه ورکوي چې دغه ډول استفاده دوام وکړي.

موږ پوهېږو چې د امنیت شورا ځينې غړي هېوادونه په افغانستان کې له شکست سره مخ شوي، هغوی به طبعاً خپله کینه پالي او دغه راز افواهات به خپروي، خو هغه نور غړي هېوادونه چې له افغانستان سره یې اړیکې ښې دي، باید اجازه ورنه کړي چې د دغه لوی نړیوال نهاد حیثیت خراب شي او تصامیم یې د څو هېوادونو د سياسي اهدافو پر محور وڅرخېږي.

په افغانستان کې د القاعدې اړوند هېڅوک شتون نه لري او نه هم اسلامي امارت چاته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د چا پر ضد استفاده وکړي.

متأسفانه د امنیت شورا راپورونه له هغو منابعو سرچینه اخلي چې شل کاله د خپلو ګټو لپاره د اشغال ترڅنګ ولاړ وو او د افغانستان له آزادۍ، آبادۍ او امنیت سره حساسیت لري.

هيله کېږي چې د ملګروملتونو امنیت شورا پرې نږدي راپورونه يې د سياسي او اقتصادي منفعت ‌طلبو د اهدافو ښکار شي او په افغانستان کې خپل حيثيت او اعتبار له سوال سره مخ کړي.

د يادونې ده چې د وروستي شل کلن ناورين يو اساسي لامل د دغه ډول بې‌بنياده معلوماتو پر اساس قضاوتونه وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته