سیاستخبرونهTOP

اسلامي امارت پر لبنان د صهیونیستي رژیم وحشيانه بريدونه په کلکو ټکو وغندل

کابل، د تلې ۳مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت پر لبنان د صهيونيستي رژيم وروستي وحشیانه بریدونه، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون په کې سلګونه بې ګناه وګړي شهيدان شوي، په کلکو ټکو وغندل.
د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره همدارنګه ويلي چې په غزه کې د صهيونيستي غاصب رژیم له لوري نسل‌وژنې ته پر وخت د جدي ځواب نه ورکول د دې لامل شوي، چې رژيم د ټولې سيمې امنيت له ګواښ سره مخ کړي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې نړیواله ټولنه باید عاجل مسؤولانه ګامونه پورته کړي، ترڅو په لبنان او فلسطين او په ځانګړې توګه غزه کې د صهيونيستي رژيم د جنايتونو مخه ونيسي او د ملکي وګړو خونديتوب په کې تضمين شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته