اسلامي امارت له بیا واکمنۍ مخکې، پر دولتي ادارو باندې د طلباتو، تضمیناتو او تأمیناتو د ورکړې بهیر پیل شو

کابل، د مرغومي ۹مه، باختر

مالیې وزارت، د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ مخکې پر دولتي ادارو باندې د طلباتو، تضمیناتو او تأمیناتو د ورکړې بهیر پیل کړ.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د مالیې وزارت د مالي چارو معین عبدالقدیر احمد، په همدې مناسبت کابل کې جوړه شوې غونډې ته وویل: «د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته یوه لویه ستونزه چې موږ ته را پاتې وه؛ هغه پر نظام باندې د حکمي او حقیقي اشخاصو مقروضیتونه، طلبات او تامینأت وو چې د دې ورکړې د څرګندوالي لپاره د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې پر اساس، د مالیې وزارت په مشرۍ یوه کمېټه وټاکل شوه؛ ترڅو د تېر حکومت ټول مقروضیتونه، معاشات، مصارفات، تامینأت او تضمینات راټول او د ورکړې لپاره یې یو میکانیزم جوړ کړي.»

هغه زیاته کړه چې یاد میکانیزم جوړ او تر هر اړخیز بحث وروسته، د کابینې په غونډه کې د تثبیت پروسه یې تائید شوه چې تر اوسه پورې ۲۶ دولتي ادارو خپل مقروضیتونه له مالیې وزارت سره شریک کړي دي.

دغه راز د مالیې وزارت د خزاینو لوی رئیس، نصرت الله محمود وویل چې تر اوسه د ۲۶ ادارو تثبیت شوي ارقام مالیې وزارت ته رارسېدلي دي؛ ۱۷ هغه ادارې دي چې د تثبیت خپله پروسه بشپړه کړې، خو د یولړ ستونزو له امله مسترد شوې دي او اته هغه ادارې دي چې د تثبیت ارقام یې تر اوسه له مالیې وزارت سره نه دي شریک شوي.

هغه زیاته کړه چې د هغو ۲۶ ادارو ۱۰ سلنه مقروضیتونه د روان (۱۴۰۲) کال تر پای پورې ورکول کېږي چې د تثبیت پروسه یې بشپړه شوې او له مالیې وزارت سره شریکه شوې ده.

د محمود په وینا، د شرکتونو پاتي تضمینات او تأمینات د طرزالعمل له مخې د اجرا وړ دي؛ خو د هغو شرکتونو تضمینات او تأمینات چې پروژې یې نیمګړې دي؛ د اجرا وړ نه دي او د بشپړېدو په صورت کې به ورسره همکاري وشي.

د مالیې وزارت د تخمیني ارقامو له مخې؛ د دولتي ادارو د بېلابېلو پروژو د مقروضیتونو اندازه، شاوخوا ۱۸۶میلیارده افغانیو ته رسېږي چې له دې جملې څه ناڅه ۶۰ میلیارده د دونرانو او پاتې یې د حکومت مربوط دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته