سیاستخبرونهTOPورزش

اسلامي امارت د کرکټ نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د افغان لوبډلې د وتلو له کبله افغان ولس ته مبارکي وویله 

کابل، د چنګاښ ۵مه، باختر 

د افغانستان اسلامي امارت د کرکټ د روان ۲۰۲۴ نړیوال جام سیالیو نیمه پایلوبې ته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د وتلو له کبله افغان ولس ته مبارکي وویله.

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان سره په ویډیويي خبرو کې هغه ته د بنګله دېش پر وړاندې د بريا او د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د وتلو له کبله مبارکي وويله.

متقي د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د افغان لوبډلې وتل لویه بریا او د افغانانو لپاره ښه زیری بللی او په وینا یې دمګړۍ افغانستان په هر ډګر کې په ښه لوري روان دی.

نوموړي همدارنګه ویلي چې په دې سره افغان ځوانان له غلطو فکرونو، نشو او اختلافاتو څخه راګرځي او ملي لوبډلې ته یې د لا ډېرو بریاوو غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په دغه خبرو کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته راتلونکو لوبو کې د لوبډلې د ښه چمتووالي او لا زیاتو هڅو ډاډ ورکړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن په یوه خوندوره لوبه کې د بنګله دېش ملي لوبډلې ته په ماتي ورکولو سره د کرکټ روان نړیوال شل اوریز جام نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته