سیاستخبرونهTOP

اسلامي امارت د دوحې په راتلونکې ناسته کې د ګډون پرېکړه وکړه

کابل، د غبرګولي ۲۷مه، باختر
اسلامي امارت د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکې ناسته کې د ګډون کولو د پرېکړې خبر ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت وياند پر خپله اکس پاڼه ليکلي، چې له ملګرو ملتونو سره د تېرو شاوخوا ۲مياشتو خبرو په جريان کې، چې د دوحې راتلونکې ناستې کومه اجنډا او ترکيب له اسلامي امارت سره شريک شوی، د هغوی په رڼا کې اسلامي امارت د دوحې راتلونکې ناسته کې په اصولو کې د ګډون پرېکړه کړې ده.
هغه زياته کړې، چې که د ناستې ترکيب او اجنډا کې هر ډول بدلون راځي، طبعاً چې زموږ پر پرېکړه به هم اغېز کوي, هغه وخت به بيا ټولو لوريو سره شريک شي.
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت استازو د دوحې په تېره ناسته کې د ناستې د اجنډا په اړه دوی د شرايطو د نه منل کېدو له کبله ګډون ونه کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته