اسلامي امارت د حماس غورځنګ او اسرائيلي اشغالګر رژیم ترمنځ د اوربند د هوکړې هرکلی وکړ

کابل، د مرغومي ۲۷مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) او اسرائيلي اشغالګر رژیم ترمنځ د اوربند د هوکړې د هر کلي تر څنګ د منځګړو هېوادونو په ځانګړي ډول د قطر او مصر دولتونو له هڅو مننه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اوربند دغه هوکړه د فلسطيني ولس د افسانوي زغم او د غزې په تړانګه کې د زړور مقاومت د څه د پاسه پنځه لس مياشتو تاريخي مبارزې او قربانیو پایله ده.

سرچینې زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي مقاومت مشرتابه او د فلسطين صابر ولس ته د دې لويې لاسته راوړني مباركي وايي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي؛ اوس اړينه ده، چې د هوکړې ټول پړاوونه په داسې بڼه بشپر عملي شي چې اوربند دوامداره او بشري مرستې په بېړنۍ توګه د غزې ولس ته ورسېږي او د پخوانيو هوکړو پایلو ته په پام ښکېل لوري او نړيواله ټولنه باید ډاد تر لاسه کړي، چې اسراييلي رژيم د خپلې برخې ژمنې په مسوولانه توګه ترسره كړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې په منځني ختيځ کې تلپاتې سوله او ارامتيا يوازې د فلسطين د قضيې د مشروع حل او د فلسطيني ولس د خپلواکۍ له لارې ترلاسه کېدلاى شي.

سرچینې زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت به د تېر په څېر د افغان ملت په استازولۍ د یو خپلواک فلسطیني دولت او فلسطيني ولس ملاتړ ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته