اسلامي امارت د بلوچستان په کوټه ښار کې پر ملکي وګړو وروستۍ چادونه وغندله
کابل، د لړم ۱۹مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې په ملکي وګړو وروستۍ چاودنه وغندله.
بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د اورګاډي په تم ځای کې په عامو وګړو وروستۍ چادونه چې له امله یې ګڼ شمېر ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوي غندي.
سرچینې زیاته کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت د قربانيانو کورنیو ته د تسلیت د مراتبو په وړاندې کولو له هغوی سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي او د الله متعال له دربار څخه شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوي.
د یادونې وړ ده، چې په یاده چاودنه کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.