سیاستخبرونهTOP

اسلامي امارت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدو وزارت په تړاو د يوناما وروستی راپور رد کړ

کابل، د چنګاښ ۲۰مه، باختر 

د افغانستان اسلامي امارت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدو وزارت په تړاو د يوناما وروستی راپور رد کړ.

د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په افغانستان کې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت د پروسیجر په اړه د یوناما نیوکې بې ځایه دي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي؛ کوم احکام، چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر اوسمع شکایاتو وزارت له لوري توصیه کېږي هغه معلوم اسلامي احکام دي.

مجاهد زياته کړې، متأسفانه د یوناما راپور جوړونکي هڅه کوي، چې افغانستان د غربي لید لوري څخه وارزوي، چې دا کار ناسم دی، افغانستان باید د یو مسلمانې ټولنې په څير و ارزول شي او د دې هېواد د ملت چې مطلق اکثریت مسلمانان دي او د شرعي نظام د جوړېدو لپاره یې سترې قربانۍ ورکړي غوښتنې په پام کې ونیول شي.

په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د اتباعو ټول شرعي حقوق تامین دي، که ښځينه دي که نارینه شرعي برخورد ورسره کېږي او د اسلامي شریعت احکام د قوانینو په څېر د اجرا وړ دي، په دې اړه له چا سره هېڅ ډول زور زیاتی او ظلم نه کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته