اسلامي امارت: داعش خوارج د اسلام اباد او کراچۍ هوايي ډګرونو له لارې د هغوی مرکزونو ته انتقالېږي، چې ښايي راتلونکي کې نړۍ ته سرخوږی جوړ کړي

کابل، د سلواغې ۳مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت خبر ورکړی، چې د پاکستان اسلام آباد او کراچۍ هوایي ډګرونو له لارې داعشي خوارجو مرکزونو ته د ځینو اسیايي او اروپايي هېوادونو څخه نوي وګړي انتقالېږې.
د اسلامي امارت امنیتي او تصفیوي کمېسیون په خپل کلني راپور کې ویلي، داسې باوري اطلاعات په لاس کې لري، چې کېدای شي داعشي خوارج په راتلونکو میاشتو کې له دې افرادو څخه په استفادې د سیمې او نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د بریدونو هڅه وکړي.
په راپور کې اندېښنه ښودل شوې، چې د نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ د دې شومې او فتنه اچوونکې پروژې د تخریبي کړنو یوه مهمه موخه افغانستان وو او دی او د دوی په توسط د دوی تر شا جهتونه غواړي په افغانستان کې سرتاسري ټینګ شوی امنیت او ثبات وننګوي، په خلکو کې وېره او ډار خپور کړي او په افغانستان کې د اسلامي شریعت د تطبیق او د رعیت د سوکالۍ لپاره د شرعي نظام د پرمختیایي اقتصادي چارو او د داخلي او خارجي سوداګرو او شرکتونو د پانګونې مخه ونیسي؛ او د ځمکې پر مخ د سپېڅلي جهاد او مبارزې په پایله کې ټینګ شوی شرعي نظام پاتې راولي.
یاد کمېسیون ویلي، چې تېرو درېیو کلونو کې د داعشي خوارجو فتنه په بشپړ ډول ځپل شوې او د دوی د بریدونو طراحان او پلي کوونکي او سلګونه غړي یې یا وژل شوي یا نیول شوي، چې په نیول شوو او وژل شوو کې ګڼ شمېر بهرنیان شامل دي.
امنیتي او تصفیوي کمېسیون زیاته کړې، چې افغانستان کې د داعشي خوارجو له بې ساري ځپل کېدو وروسته د دوی مشران او افراد ګاونډ ته وتښتېدل او د ځینو لوریو په هڅونه یې اوس بیرته د انسجام چارې پیل شوې او بلوچستان او خیبرپښتونخوا ځینې قبایلي سیمو کې ورته د روزنې کمپونه جوړ شوي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه راپور کې همدارنګه په هېواد کې د جنايي جرمونو د بې ساري کمښت، له نشه يي توکو سره د اغېزمنې مبارزې، د اسلامي شریعیت د ښه تطبیق او د قاچاق د مخنیوي په موخه د هېواد په پولو او ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د دوامداره څارنې او امنیتي پوستو د جوړولو په اړه هم تفصیلي مالومات ورکړل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته