اسرایل له دمې پرته د ملکي فلسطینیانو وژلو ته دوام ورکوي
نړۍ، د کب ۲۴ مه، بهرنۍ رسنۍ
د فلسطین وافا خبري اژانس نن پنجشنبې خبر ورکړی، چې صهیونست ځواکونو د غزې په هغو اوسېدونکو ډزې کړي او وژلي یې دي، چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره په قطارونو کې ولاړ وه.
خبر زیاتوي، چې پېښه کې ۶ مرسته غوښتونکي او درې نور فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
دغه راز ملګرو ملتونو د خوراکي توکو د وېش پر یو مرکز برید غندلی او د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بیا له اسرایلو څخه غوښتي، چې د بشري مرستو د مرکزونو امنیت تظمین کړي.
دغه راز په اشغالي سیمو کې هم اسرایلي ځواکونو د عامو خلکو زورونې ته دوام ورکړی او تازه یې دوه نور فلسطینیان نیولي دي.