خبرونهنړۍ

اسرایل له خبرو تښتي؛ بایډن د اوربند ټینګېدو شرط اعلان کړ

نړۍ، د غوايي ۲۳ مه، بهرنۍ رسنۍ

غزه کې د حماس غورځنک مرستیال خلیل الحیه ویلي، چې د اسرایلي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ناکامې پالیسۍ له امله د اوربند په اړه د دوی له لوري ټول وړاندې شوي نظریات او طرحې له ناکامۍ سره مخ شوې او صهیوسنت لوری د خبرو له مېز څځه تښتي.

نوموړي ويلي، حماس غورځنګ هڅه کوي د بندیانو د تبادلې او یو پایداره اوربند ته د رسېدو په برخه کې یوې جامع پایلې ته ورسیږي.

الحیه اسرایلي لوری د خپلو شخصي ګټو لپاره د جګړې په غځولو تورن کړی دی.

ورته وخت کې د امریکا ولسمشر جوبايډن واشنګټن کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال خبرو کې ویلي، چې د حماس غورځنګ له بند څخه د اسرایلي بندیانو د خوشې کېدو په صورت کې د اوربند ټینګېدل ممکن دي.

اسرایلو په وروستیو څو ورځو کې پر رفح ښار او نورو سیمو بریدونه زیات کړي، چې پایله کې سلګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته