خبرونهنړۍ

اسرایل د عسکرو له کمښت سره مخ دي

نړۍ، د غبرګولي ۱۹مه، بهرنۍ رسنۍ

د اسرایلو ۱۲ شبکې خبر ورکړی، چې د دغه رژیم پوځ د واتسپ ګروپ له لارې د عسکري اصولو سره برابرو کسانو ته وړاندیز کړی، چې په داوطلبانه توګه د پوځ له لیکو سره یوځای شي.

دغې خبري شبکې ویلي، چې صهیونست پوځ دغه ګام د غزې په روانه جګړه کې د عسکرو تر کمښت وروسته اخیستی دی.

د پوځ یو غړي رسنیو ته ویلي، چې لیکو کې عسکر د پام وړ ستړي شوي او دغه راز ځینې خو یې له سختو ناروغیو او فشار سره مخ دي، چې نه شي کولی جګړې ته دوام ورکړي.

۱۲ شبکې د صهیونست پوځ د جنرالانو ترمنځ هم د درز راتللو خبر ورکړی، زیاته کړې یې ده، چې په اکثریتو مواردو کې د جګړې د مدیریت همغږي نه لري.

شنونکي په دې باور دي، چې اسرایلي پوځ د فلسطیني جهادي ډلو پر وړاندې جګړه کې د پام وړ تلفات ورکړي او هڅه کوي، چې د دغو تلفاتو تشه ژر تر ژره ډکه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته