اسرایل د خپلو موخو د ترلاسه کولو په برخه کې پاتې راغلی

نړۍ، د مرغومې ۱۹ مه، بهرنۍ رسنۍ

د حماس غورځنګ سیاسي مشر اسماعیل هنیه د قطر په پلازمېینې دوحه کې د اسلامي علماوو نن سه شنبې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې اسرایل په غزه کې خپلو موخو ته د رسېدو په برخه کې پاتې راغلي او ځواکونو ته یې د اوښتې مرګ ژوبلې او نورو پوځي لګښتونو سره سره نه دي توانېدلي، چې خپلې اصلي موخې ترلاسه کړي.

هنیه زیاته کړې، چې صهیونست رژیم په غزه کې درې مهم اهداف لري او تر اوسه یې یو هم نه دی ترلاسه کړی.

نوموړي دغه اهداف په محاصره کې د اسرایلي اسیرانو خوشې کول، د فلسطیني مقاومت له منځه وړل او له خپلو مېنو د فلسطیني وګړو بې ځایه کول یاد کړي دي.

هنیه دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې تازه د راپورونو په حواله د غزې په شمال او ځینو نورو سیمو کې اسرایلي ځواکونو جګړه راکمه کړې او تحلیل دا دی، چې ممکن د غوږ ځواکونو د حماس، حزب الله، حوثيانو او سیمه کې د نورو جهادي ډلو د سختو ګوزارونو له امله کمزوري احساس کړې وي او کوښښ کوي، جګړه را کمه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته