خبرونهنړۍ

اسرایلیان د نتانیاهو د استعفا غوښتنه کوي

نړۍ، د کب ۲۰مه، بهرنۍ رسنۍ

دا څوم ځل دی، چې غزه کې د روانې جګړې پر مهال د اسرایلو اوسېدونکي د صهیونست لومړي وزیر نتانیاهو پر ضد لارو او کوڅو ته راوځي او د نوموړي د استعفا غوښتنه کوي.

پرون او وړمه ورځ هم ګڼ شمېر اسرایلیانو د لومړي وزیر نتانیاهو پر ضد لاریون کړی او هغه یې د حماس او نورو فلسطیني جهادي ډلو له بنده د خپلو عزیزانو په راخلاصولو کې پاتې بللی دی.

مخکې تر دې د لومړي وزیر په ګډون اسرایلي چارواکو خبرداری ورکړی، چې د خپلو بندیانو تر ازادېدو او د حماس غورځنګ تر له منځه وړلو به غزه کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، خو پنځه میاشتې وروسته لیدل کیږي، چې اسرایلي ځواکونه په خپلو دغو موخو کې په بشپړه توګه پاتې راغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته