اسرایلي ځواکونو د سپین بیرغ لېږدونکی فلسطیني شهید کړی دی
نړۍ، د سلواغې ۴ مه، بهرنۍ رسنۍ
وروسته ترهغې، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې اسرایلو په غزه کې د پام وړ تلفات ولیدل، ځواکونو یې هغه فلسطیني ملکي ځوان په نښه او شهید کړی دی، چې خان یونس سیمه کې یې له ځانه سره سپین بیرغ لېږدوه.
د برتانیا ۱ ټلویزیون کېمره مین هغه صحنه ثبت کړې، چې صهیونست اشغالګر ځواکونه دغه ځوان چې نوم یې رمزي ابو سهلول یاد شوی، په ډزو سره په شهادت رسوي.
د امریکا د اسلامي اړیکو شورا او نورو یو شمېر سازمانونو د اسرایلي ځواکونو دغه کړنه غندلې او دا یې د ملکي وګړو د قتل عام ښکاره بېلګه بللې ده.
دغې امریکایي شورا دغه راز ولسمشر بایډن پړ بللی، چې ګواکې حکومت یې په دغې ټول وژنه کړې ښکېل دی.
له غزې څخه خپرېدونکي راپورونه ښيي، چې صهیونست پوځ د فلسطیني جهادي ډلو پر وړاندې پاتې راغلي او هڅه کوي، چې خپل غچ په اشغالي سیمو او غزه کې له ملکي فلسطینیانو څخه واخلي.