خبرونهنړۍ

اسرایلي ځواکونه غزه کې بېرته جګړې ته ګرځېدلي

نړۍ، د لېندۍ ۷مه، بهرنۍ رسنۍ

عربي نړۍ کې دوو خبري ادارو الحاد او العربیه راپور ورکړی، چې اسرایلي ځواکونه یو ځل بیا په غزه کې د حماس غورځنګ پر وړاندې جګړې ته ورګرځېدلي او نن سهار د دغې تړانګې په لویدیځ کې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

د دغه خبر رسمي تاییدي نه ده شوې او رسمي سرچینې وایي، چې اوربند د قطر، مصر او امریکا په منځګړیتوب د دوه نورو ورځو یعنې نن او سبا لپاره غځول شوی او ټاکل شوې په دغې موده کې لا ډېر اسیران تبادله شي او دغه راز غزې ته لا ډېرې مرستې ورسول شي.

باید وویل شي، چې د اوربند په تېرو څلورو ورځو کې اسرایلي ځواکونو د فلسطین په ځینو نورو برخو لکه اشغالي سیمو او خان یونس شاوخوا کې یو شمېر ملکیان په نښه کړي او وژلي دي.

د راپورونو له مخې دغو خال خال بریدونو کې یو شمېر فلسطینیان ټپیان شوي او نیول شوي هم دي.

غزه کې د روان اوربند پر مهال له دغو تلفاتو سره د فلسطیني شهیدانو شمېر ۱۵۰۰۰ تنو ته رسېدل او د دې وېره موجوده ده، چې که جګړه بیا پیل شي، دغه شمېر به څو چنده زیات شي.

ورته وخت کې د نړۍ یو شمېر هېوادونه هڅه کوي، چې له ډیپلوماتیکو لارو دغه جګړه پای ته ورسوي او د لا ډېرې مرګ ژوبلې مخه ونیسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته