اسرایلي پوځ نن سه شنبې د خپلو ۲۱ نورو سرتېرو د وژل کېدو خبر هم ورکړی
نړۍ, د سلواغې ۳ مه, بهرنۍ رسنۍ
تازه الجزیرې او ځینو نورو رسنیزو ادارو د اسرایلو د پوځ د ویاند له قوله ویلي، چې ۲۱ نور اسرایلي پوځيان نن سه شنبې د غزې په مرکزي سیمو کې د نښتو او بمي چاودنو په پایله کې وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې پرون هم د اسرایلي ځواکونو لپاره مرګونې ورځ وه او د غزې په بېلابېلو برخو کې یې خپل ۵۰ سرتېري له لاسه ورکړي وه.
نو ویلی شو، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې صهیونست پوځ د فلسطیني جهادي ډلو په ناکامه مقابله کې ټولټال ۷۱ سرتېري له لاسه ورکړي دي.