خبرونهنړۍ

اسرایلي پوځي الیران میزراحي ځان وژنه کړې

نړۍ، د غبرګولي ۲۰ مه، بهرنۍ رسنۍ

اسرایلي رسنۍ د دغه رژیم د پوځ له قوله خبر ورکړی، چې د الیران میزراحي په نوم یو صهیوسنت پوځي وروسته ترهغې ځان وژنه کړې، چې تازه د غزې له جګړې اسرایلو ته ستون شوی و.

اسرایلي رسنیو ویلي، چې نوموړی له سخت رواني فشار سره مخ و.

د فلسطیني ټلګرام چينل(غزه الان ـ Gaza Now) چې ۱،۸ میلیونه رسمي تعقیبوونکي لري، په یو پیغام کې لیکلي، چې نوموړي عسکر د بې دفاع فلسطیني ملکي وګړو په وژنه کې پراخ لاس درلود.

مخکې تر دې د اسرایلي ځواکونو په منځ کې د سختو رواني او نورو ناروغیو او دغه راز د ستړیا راپورنه ورکول شوي دي.

اسرایلي رسنیو داسې راپورونه هم ورکړي، چې اسرایلي ځواکونه د جګړې له ډګره د تېښتې لپاره ناروغي او لیونتوب پلمه کوي او د پوځ له لیکو د تېښتې هڅه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته