اسرایلي رسنیو د غزې د اوربند د تړون جزئیات خپاره کړي

نړۍ، د مرغومي ۲۵ مه، بهرنۍ رسنۍ
اسرایلي رسنیو د غزې تړون جزئیات خپاره کړي، چې په لومړۍ مرحله کې ۳۳ اسراییلي بندیان خوشې کېږي او پوځ به تر هغې له غزې نه وځي، تر څو چې ټول بندیان نه وي خوشې شوي
همدارنګه د اسراییلو له لوري د فلسطیني ښځو، ماشومانو، بوډاګانو او ناروغانو خوشې کول لومړیتوب دی. دغه راز د غزې خلکو ته به شمال ته د تګ اجازه ورکړل شي.
ورته وخت کې حماس غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دې ډلې یو پلاوي د قطر امیر سره کتلي او په غزه کې د اوربند د هوکړې د هڅو جزئیات یې څېړلي.
حماس د قطر د دولت له هڅو مننه کړې او د وروستیو پرمختګونو په اړه یې خبرې کړي. حماس ټینګار کړی، چې دوی د دوحې د هڅو او روانو تحولاتو سره مثبت تعامل لري.
همدارنګه د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د ټرمپ استازي د اسیرانو د تبادلې په اړه تلابیب ته خبرداری ورکړی، چې د تل ابیب له لوري د هوکړې د نه ترلاسه کولو په صورت کې به دغه رژیم له سختو پایلو سره مخ شي.
دغه راز د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي، چې ښایي روانه اونۍ د اوربند هوکړه وشي.