خبرونهنړۍ

اسرایلي دفاع وزیر خپل مشر ته خبرداری ورکړی

نړۍ، د غوايي ۳۰مه، بهرنۍ رسنۍ

د اسرایلي صهیونست رژیم د دفاع وزیر بنی ګانتز خپل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته د راتلونکې جون میاشتې تر اتمې نېټې وخت ورکړی، چې د روانې جګړې او تر جګړې وروسته د غزې  د برخلیک په برخه کې کره تګلاره غوره کړي.

د ګانتز په پلان کې د اسریلي بندیانو خوشې کول، د غزې بې وسلې کول او دغه راز د دغې سیمې د کنټرول لپاره د امریکا، اروپا، عربي نړۍ او فلسطیني ځینو اړخونو، چې ښایي د محمود عباس اداره په کې شامله وي؛ ترمنځ د ائتلاف رامنځته کول شامل دي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د مشخصې تګلارې د نه شتون په صورت کې به کابینه پرېږدي او له دندې به لاس په سر او د ژر ټاکنو په لاره اچولو لپاره به کار وکړي.

نتانیاهو د ګانتز غوښتنه رد کړې او دا یې د اسریلو ماتې، د حماس پرځای پاتې کېدل او د فلسطیني خپلواک حکومت رامنځته کېدل بللي دي.

ورته وخت کې د لومړي وزیر ځینو نورو سیاسي مخالفینو هم د نتانیاهو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته