خبرونهنړۍ

اسرایلي دفاع وزیر بني ګانتز استعفا وکړه

نړۍ، د غبرګولي ۲۱ مه، بهرنۍ رسنۍ

د اسرايلي جنګي کابینې یو مهم غړي، د دغه رژیم دفاع وزیر او د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د پالیسیو مخالف بني ګانتز تېره شپه له خپلې دندې استفعا کړې او تر وخت وړاندې د ژر ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه یې کړې.

تر نوموړي وروسته د یادې کابینې یو بل غړي ګادي ایزینکوټ هم له خپلې دندې لاس په سره شوی.

د اسرایلو د مالیې وزارت دا یوه ماتې بللې او ویلي یې دي، چې دا هغه څه وه، چې د حماس السنوار، د حزب الله نصرالله او ایران غوښتل.

ګانتز د جون تر لسمې نتانیاهو ته وخت ورکړی وه، چې د غزې د روانې جګړې او تر جګړې وروسته د غزې د حالت په اړه خپله پالیسي څرګنده کړي، خو نتانیاهو دغه کار و نه کړ.

تر ګانتز مخکې د پوځ ځینو نورو غړو هم له دندو استعفا کړې وه او یا هم د ناروغۍ او ستړیا په نوم یې لیکې پرېښې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته