اسرایلو کې د الجزیرې خبري شبکې فعالیت درول کیږي
نړۍ، د وري ۱۴مه، بهرنۍ رسنۍ
د اسرایلو صهیونستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پرون دوشنبې یو قانون تصویب کړ، چې له مخې یې د رژیم د ملي امنیت د خوندیتوب لپاره د رسنیو کار محدود او نظارت پرې زیاتیږي.
نتانیاهو د دغه قانون تر تصویب وروسته ژمنه کړې، چې د قطر اړوند الجزیرې شبکې نشرات به په اسرایلو کې ودروي.
الجزیره یوه له هغو رسنیو څخه ده، چې د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرایلو روان ظلمونو ته انعکاس ورکوي او د فلسطینیانو ملاتړ کوي.
دغه راز د روانې جګړې پر مهال او تر دې وړاندې د دغې شبکې ځینې خبریالان او کار کوونکي هم شهیدان او وژل شوي دي.