اسرایلو کې د اسمعیل هنیه خور نیول شوې ده
نړۍ، د وري ۱۴مه، بهرنۍ رسنۍ
اسرایلي پولیسو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې د حماس غورځنګ د سیاسي مشر اسمعیل هنیه خور یې پرون د اسرایلو په تل شېوا ښار کې نیولې ده.
پولیسو دغه راز د ۵۷ کلنې سبا عبدالسلام هنیة په کور کې د داسې ثبوتونو او مخابراتي توکو د موندلو خبر هم ورکړی، چې ښيي د اسرایلو د امنیت ضد سازمانونو ډلو سره د اړیکو ټینګولو لپاره کارول کېدې.
نوموړې د اسرایلو تابعیت لري.
حماس غورځنګ او په خپله اسمعیل هنیة تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.