خبرونهنړۍ

اسرایلو په سیاسي او نظامي برخو کې ماتې خوړلې

نړۍ، د غبرګولي ۲۰ مه، بهرنۍ رسنۍ

وروسته ترهغې چې پرون شنبې اسرایلي ځواکونو یو ځل بیا پر دیرالبلح سیمې او النصریات د کډوالو پنډغالي هوایي بریدونه ترسره کړل، د حماس غورځنګ سیاسي مشر اسماعیل هنیه وویل، هېڅ داسې هوکړه به لاسلیک نه کړي، چې د فلسطیني وګړو امنیت په کې خوندي نه وي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې اسرایلو په پوځي ډګر کې ماتې خوړلې او په سیاسي او اخلاقي لحاظ سقوط سره مخ شوي دي.

هنیه په نړۍ غږ کړی، چې د اسرایلو د ظلمونو پر وړاندې باید ودرېږي او غږ پورته کړي.

پر النصریات پنډغالي بریدونو کې لسګونه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شول، چې سیمه او نړۍ کې یې د ځینو حکومتونو او خلکو غبرګونونه راوپارول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته