اسرایلو پر رفح ښار بریدونه پیل کړي دي

نړۍ, د سلواغې ۲۳ مه, بهرنۍ رسنۍ
صهیونست پوځ نن دوشنبې سهار وختي د غزې پر رفح ښار، چې د عامو خلکو یوه ګڼ مېشتې سیمه ده، بریدونه پیل کړي او ګڼشمېر کسان یې شهیدان کړي دي.
ویل کېږي، دغو بریدونو کې سمندري کیښتۍ، جیټ الوتکو او هلیکوپټرو څخه کار اخیستل شوی.
دغه بریدونه د روانې جګړې تر ټولو درانه هغه بلل شوي دي.
پر رفح ښار برید ځکه ډېر اندېښمنونکی دی، چې دغلته د ملکي وګړو ناسته پاسته زیاته ده او د اسرایلو ملاتړي جوبایډن هم خبرداری ورکړی وه، چې د ملکي وګړو د خوندیتوب د پلان له جوړېدو پرته باید دغه عملیات پیل نه شي.
د نړۍ ګڼو نورو هېوادونو هم پر رفح ښار برید ته اندېښنه ښودلې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته