اسرایلو د فلسطینیانو ۸ سوه هکتاره نوره ځمکه هم غصب کړه

نړۍ، د وري ۸ مه، بهرنۍ رسنۍ

د اسرایلو دولتي ټلویزیون خبر ورکړی، چې صهیونست پوځونو په لوېدیځې غاړه کې د فلسطینیانو ۸ سوه هکتاره نوره ځمکه هم غصب کړې او ویل کېږي

یاد ټلویزیون د ځینو سرچینو له قوله ویلي، چې اسرایل دغلته د غیرې قانوني یهودیانو د مېشتېدنې لپاره ښارګوتي جوړوي.

اسرایلو دعوه کړې، چې دغه ځمکې د دوی مربوط دولتي ځمکې دي.

د نړۍ ګڼو هېوادونو د اسرایلو د دغې کړنې غندنه کړې او دا یې د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی. 

تر دې وړاندې هم اسرایلو د فلسطین په بېلابېلو برخو کې زرګونه هکتاره ځمکه غصب کړې او یهودیانو ته یې پر مېشت ځایونه جوړ کړي.

د اسرایلو دغه اقدام تر دا مهاله یواځې په نړیواله کچه غندل شوی او د مخنیوي لپاره یې جدي کار نه دی شوی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته