خبرونهنړۍ

اسرایلو د النصریات په بریدونو کې خپل یو جګپوړی قومندان او اتباع هم وژلي

نړۍ، د غبرګولي ۲۰ مه، بهرنۍ رسنۍ

د اسرایلو پوځ منلې، چې د غزې پر النصریات پنډغالي برید کې یې یو جګپوړی قومندان هم وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې اسرایلو د دغه برید لپاره د سمندر له لارې له امریکایي امکاناتو څخه کار اخیستی.

حماس غورځنګ ویلي، اسرایلو په دغو بریدونو کې خپل اتباع چې له دوی سره اسیران وه، هم وژلي دي.

د دغه غورځنګ ویاند ابو عبیده د یو شمېر اسرایلي اسیرانو ازادي هم تایید کړې.

یاد غورځنګ زیاته کړې، چې اوس مهال په خپلو بندخونو کې په کافي تعداد اسرایلي اسیران لري او د نورو اسرایلیانو نیولو سره به دغه تعداد نور هم زیات کړي.

د اسرایلو په النصریات جنایت کې تر ۲۰۰ ډېر کسان شهیدان او ګڼشمېر نور ټپیان شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته