خبرونهنړۍ

اسرایلو ته خبرداری؛ حزب الله سره جګړه خطرناکه ده

نړۍ، د چنګاښ ۴ مه، بهرنۍ رسنۍ

د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمیټې مشر جنرال چارلس براون اسرایلو ته خبرداری ورکړی، چې حزب الله سره پوځي مخامخ کېدل جګړې ته د ایران د رابللو په مانا ده او باید مخنیوی یې وشي.

نوموړي حزب الله سره جګړه خطرناکه بللې، زیاته کړې یې ده، چې ښايي امریکایي ځواکونه بیا د دغې جګړې په کابو کولو کې مرسته وه نه شي کړای.

وروستیو څو ورځو کې د لبنان حزب الله ډلې، چې ویل کېږي د ایران له ملاتړ څخه برخمنه ده او اسرایلو ترمنځ پوځي ټکر زیات شوی او ښکاري داسې، چې د دواړو لوریو ترمنځ جګړه لا پسې زور واخلي.

د لبنان حزب الله ډله غزه کې د روانې جګړې د پیل راهیسې د فلسطینیانو په ملاتړ اسرایلي ځواکونه او د یاد رژیم بېلابېل ښارونه د توغندیو پر مټ په نښه کوي، چې تر دا مهاله یې صهیونست پوځ ته د سر او مال ګڼ زیانونه وراړولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته