اسرائیل د غزې له شمال څخه په شرمېدلي حالت کې شاتګ کوي

کابل، د مرغومي ۲۴ مه، باختر
د حماس د نظامي څانګې (القسام) ویاند ابوعبیده ویلي، چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې له ۱۰ څخه زیات صهیونیستي عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
ابوعبیده ټینګار کړی، چې د اسرائیلو پوځ په شمالي غزه کې ماتې خوړلې او په شرمېدلي حالت کې شاتګ کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د اسرائیلو یوازېنۍ لاسته راوړنه د بې ‌ګناه خلکو وژنه او د غزې ویجاړۍ ده.
په ورته وخت کې اسرائيلي ورځپاڼې هاارتص راپور ورکړی، چې د اسرائیلو پوځ د اوربند او د بندیانو د تبادلې د مذاکراتو د پرمختګ په چوکاټ کې د خپلو ځواکونو د وتلو طرحو سره موافقه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته