خبرونهنړۍ

اسرائیل باید د خپلو جرمونو سزا وګوري

نړۍ، د تلې ۳ مه، بهرنۍ رسنۍ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب ارودوغان، چې اوس مهال د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د ګډون په موخه د امریکا په نیویارک کې دی، د جرمونو نړیوالې محکمې له مشر سره د کتنې پر مهال یې ویلي، چې اسرائیل باید په غزه کې د خپلو ترسره کړیو جرمونو ځواب ورکړي او دغه قضیه باید وڅېړل شي.

ترکیې دغه راز د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړی، چې پر لبنان د اسرائیلو تازه بریدونه په منځني ختيځ کې د بې نظمۍ د لا زیاتېدو لامل کېږي.

بل خوا د لبنان د روغتیا وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اسرائیلو په تازه هوایي بریدونو کې ۳۵۶ کسان وژل شوي، چې ۲۴ ماشومان هم په کې شامل دي. 

دا بریدونه د غزې د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو مرګوني او زورور بلل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته