سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

اسرائیل او ټکنالوژي؛ مسلمانانو ته تردې بل لوړ غږ لرونکی د وېښېدو زنګ نشته

کابل، د وږي ۲۸ مه، باختر
تبصره
پرون سه شنبې د لبنان په پلازمېینې بیروت او ځینو نورو سیمو کې یو حیرانونکی مرګونی برید وشو، چې پایله کې یې تر لسو زیات کسان وژل شوي او د راپورونو له مخې نږدې درې زره نور سطحي او ژور ټپیان شوي دي.
دغه برید سایبري یا ټکنالوژیکي و، هغه داسې چې لبنان کې د حزب الله ډلې وسلوال د جګړیزې همغږۍ لپاره د پیجر په نوم مخابرې ته ورته یوه اله کاروي او یو بل ته پرې کوچني پیغامونه لېږي او رالېږي.
ځینو رسنیو راپورونه ورکړي، چې دغه مخابراتي الې لومړی هک او تر شارتۍ ورکولو وروسته چاودېدلې دي، خو ځینې نورې بیا وایي، چې د اسرایلو جاسوسي سازمان موساد دغه پیجرونه لومړی له بارودو ډک او بیا یې په لبنان کې د خلکو په منځ کې وېشلې دي، خو اوس مهال ډېر تمرکز د هک کېدو پر مسله ورټول دی او فکر کېږي، چې اسرایلو له پرمختللې ټکنالوژۍ څخه په استفادې دغه پراخ سایبري مرګونی برید ترسره کړی دی.
حزب الله ډلې د برید مسول اسرائیل بللی او ځینو نورو رسنیو هم په دغه برید کې د اسرایلو د لاس لرلو راپورونه ورکوي.
ډېرو نورو هېوادونو، رسنیو او معتبرو ادرسونو هم دغه بریدونه سایبري او حیرانوونکي بللي دي.
که برید سایبري وي، نو معلومه خبره ده، چې دغه ډول بریدونه د پرمختللې ټکنالوژۍ پر مټ کېږي او اسرائیلو وښودله چې دغه ډول وسایل او ټکنالوژي لري.
مسلمانانو ته له خوبه د ویښېدو له دې بل لوړ غږ لرونکی زنګ نشته او نور وخت د دې دی، چې اسلامي نړۍ د ټکنالوژۍ زده کړي او پرمختللیو پوځي او نورو وسایلو ته لاسرسی ولري، تر څو وکولی شي، د اسلام له مبارک دین، اسلامي ارزښتونو او خپلو ملتونو څخه دفاع وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته