اسرائيلو بيا هم په غزې تړانګې بريد وکړ

غزه باختر دلړم دويمه
پر غزې  تړانګې  داسرائيلو دهوايي بريد له امله څه ناڅه دوه تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
دهنددنيوکريلا دخبري سايټ دخبر له مخې، دغه بريد پرون د غزې دتړانګې په شمال کې دحماس د ډلې دمليشو  په سنګرونو وشو چې له امله يې يوه مليشه او يوملکي وګړى  ووژل شول او څلور تنه نور ملکي وګړي ټپيان شول .
  اسرائيلي پوځيانو ويلي دي چې دغه بريد داسرائيلو پر يوې ګزمې د راکټي بريدونو په ځواب کې شوى دى.
د اسرائيلو او دحماس د ډلې ترمنځ سرحدي تاوتريخوالې دوه اوونۍ مخکې له هغه  وروسته زور واخيست چې دغزې په تړانګې د اسرائيلو په يو  بريدکې يوه فلسطيني  مليشه ووژل شوه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته