اقتصاد

استرالیا له افغانستان سره په کال کې د سلو مليونو ډالرو مرسته کوي

کابل_باختر_ د مرغومي د مياشتې١٤مه:
په کابل کې د استرالیا سرپرست سفیر وايي: له ۲۰۱۵ کال وروسته به کال په کال له
افغانستان سره د ۱۰۰ ملیونو ډالرو مرسته کوي.
دغه څرګندونې د استرالیا سرپرست سفیر (شن فله نګن) د اجرائیه ریاست له
لومړي مرستیال انجنیر محمد خان سره د وزیرانو شورا په مرمرینه
ماڼۍ کې د لیدنې پرمهال وکړې .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
سفیر(شن فله نګن ) وویل چې حکومت يې په افغانستان کې د رامنځ ته شوي
(ملي یوالي حکومت) کلک ملاتړ کوي او له نړیوالې ټولنې سره په ګډه خپلو
مرستو اوهمکاریو ته دوام ورکوي.
هغه دا هم وویل چې استرالیا له افغانستان سره تاریخي او دوستانه اړیکې
لري او دوی به له دې وروسته هم د ښوونې او روزنې، روغتيا، ښځو، ټولنیزو او
سکالرشيپونو په برخو کې هر اړخیزې مرستې وکړي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمدخان د استرالیا د مرستو
چې په تیرو ۱۳ کلونوکې يې د نړیوالو مرستندویو سره یو ځای له افغانستان
سره په بېلا بېلو برخو کې کړې؛ مننه وکړه.
انجنیر محمدخان د استرالیا هیواد استازي ته وویل چې د استرالیا مرستې
چې په تیرو کلونو کې يې د ارزګان په ولایت کې کړې؛  د ستاينې وړ دي او د روغتیا ،
ښوونې او روزنې او د ښځو په برخه کې د دغه شان مرستو پردوام ټینګار وکړ.
په پاى کې د استرالیا سرپرست سفیر وویل چې هیواد يې له ۲۰۱۵کا ل وروسته د ملي وحدت له حکومت سره په کال کې ۱۰۰ ملیونه ډالره مرستو ته ژمن دى چې ۸۰ ملیونه به يې دافغان ملي پوځ او پاتې ۲۰ ملیونه نور به يې ملي پولیسو ته ځانګړې شي.
د استرالیا هیواد دا مهال په افغانستان کې له نړیوالو ځواکونو سره په ګډ
مرستندوی امنیتي ځواک کې ۴۰۰ سرتیري لري چې په سلا مشورو، تخنیکي
او ټرانسپورتي څانګو کې به افغان پوځ ته مرستې ورکوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته