کابل باختر دوږي دوه ويشتمه :
دکرنې او اوبو لګولو وزارت مالي او اداري معين عبدالقدير جواد نن په کابل کې داستراليا دسفارت دمرستو له مسوول ماليکول ليجت سره ددو مليونو استراليايي ډالرو دمرستې تفاهم ليک لاسليک کړ .
دکرنې او اوبو لګولو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دغه مرستې په هغو سيموکې چې دبلخ ، سرپل ، جوزجان، فارياب ، بغلان او سمنګانو په ولايتونو کې داوبو له کمښت سره مخامخې دي په پام کې نيول شوي دي .
ددغه پروګرام له مخې ددغو ولايتونو بزګرانو ته دکرکيلې مناسبې لارې چارې ورزده کيږي چې وکولاى شي په اړوندوسيمو کې چې اوبه کمې دي څه ډول دکرکيلې نوې لارې چارې عملي کړي .
ختم- عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ