ټولنه

استاد قاسم مسرور په حق ورسېد

کابل/باختر/د چنګاښ ۱٣ مه
د افغانستان او په تېره بيا د هرات خلکو محبوب سيمه ييز سندر غاړى استاد محمد قاسم مسرور نن د ٧٨ کلنى په عمر په هرات کې وفات شو.
استاد مسرور د هرات ولايت مشهور او سابقه لرونکى هنرمند و چې څه موده مخکې  د هغه د فرهنګي او هنري هڅو په وياړ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هغه ته د استادى لقب ورکړ.
ارواښاد مسرور چې په خپل عمر کې د تياتر او موسيقۍ په برخوکې د خدمت٥٠ کلنه سابقه لرله، په ورستيو کې له سالندي ناروغۍ څخه ځورېده.
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي د استاد مسرور مړينه د افغانستان د فرهنګ او هنر کورنۍ ته نه جبيره کيدونکې ضايعه وبلله او د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ او د هرات هنري او فرهنګي ټولنې ته څرګند کړل. 
د هرات والي، استاد مسرور ته د الله (ج ) له دربار څخه د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله وکړه.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته