کابل، د تلې ۱۹ مه، باختر
ازبیکستان کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست شیخ عبد الغفار بحر د خپل باورليک کاپي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ته سپارلې ده.
په دې مراسمو کې سعیدوف د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست ته ښه راغلاست ویلی او دا یې د ازبیکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو په پراختیا کې مهم ګام بللی دی.
نوموړي ویلي، ازبکستان او افغانستان ګټې مشترکې دي او په تېرو درې کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه اقتصادي پرمختگ شوی دی.
په پام کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست به په نږدې راتلونکي کې د خپل باورليک اصل د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ته وړاندې کړي.