سیاستخبرونهټولنهTOP

ازبیکستان له وروستیو سېلاب ځپلو سره ۲۰۰ ټنه بشري مرسته افغان لوري ته تسلیم کړه

کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر
د ازبیکستان له لوري په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له کبله زیانمن شویو سره کړې ۲۰۰ ټنه مرسته نن د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اداري او مالي معین مولوي رحمت الحق فضیل ته په حیرتان بندر کې تسلیم کړه.
دغه مرستې د افغانستان لپاره د یاد هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشوف، د ترمذ والي لومړي معاون، د یاد هېواد د بهرنیو اړیکو رئیس، په مزار کې د یاد هېواد قونسل او یو شمېر نور چارواکو له خوا افغان لوري ته تسلیم کړي، چې په کې ۴۸ ټنه اوړه،۲۲ ټنه وریجې، ۲۵ زره لېتره غوړي، ۱۰۰ خیمې، ۹۶ د اوبو ټانکۍ او ورته نور توکي شامل وو.
د مرستو د تسلیمۍ په مراسمو کې ایرګاشوف له سېلاب ځپلو سره غمشریکي او خواخوږي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې هېواد یې د افغانانو لاسنیوي ته ځانګړې پام او په ټوله کې ګاونډي هېوادونه ورته لومړیتوب لري.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت له کبله د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا لپاره ښه فرصت برابر شوی.
ورته مهال مولوي رحمت الحق فضیل د ازبیکستان هېواد سره اړیکي تاریخي وبللې او له همېشنیو بشردوستانه مرستو او همکاریو څخه یې مننه وکړه او زیاته یې کړه، ازبیکستان هېواد هر وخت د افغانانو لاسنیوی کړی او د خپل پاک نیت له مخې یې په سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او تجارتي برخو کې مثبت ګامونه اخيستي دي.
نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د ازبیکستان هېواد بشردوستانه مرستې به په شفاف او عادلانه ډول تر اړمنو هېوادوالو ورسېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته