کابل، د وږي ۹ مه، باختر
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، د “ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز” د پرانیستې په مناسبت د جوړو شويو مراسمو په څنډه کې، د ازبکستان له لومړي وزیر عبدالله عارف اوف سره وکتل.
باختر آژانس ته د ریاستالوزرا اقتصادي معاونيت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د ازبکستان لومړي وزیر ویلي چې افغانستان د ازبکستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او په همدې موخه تاشکند چمتو دی له کابل سره د خپلو سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخولو په موخه له خپلې خاورې په تېرېدو سره د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه میوو د صادراتو لپاره هر ډول آسانتیاوې رامنځته کړي.
هغه زیاته کړې چې ازبکستان له حیرتان څخه تر هرات پورې د اوسپنې پټلۍ شبکې د غځولو لپاره خپل تخنیکي ټیمونه معرفي کړي او چمتو دي چې په راتلونکې سپټمبر میاشت کې د دغې پروژې د پيل او همدا راز د ګازو د استخراج په موخه افغانستان ته راشي.
عارف اوف څرګنده کړې چې دوی چمتو دي له اسلامي امارت سره په همغږۍ د آمو سیند د څنډو لپاره د استنادي دېوال جوړولو په برخه کې ګډ کار وکړي.
د ازبکستان لومړي وزیر همدا رنګه اسلامي امارت ته ډاډ ورکړی چې کابل ته د نوموړي د وروستي سفر پر مهال بحث شوي موضوعات به ژره تر ژره عملي بڼه خپله کړي او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ګډ ټیمونه له نږدې کار کوي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال هم په خپلو خبرو کې ويلي چې د افغانستان اسلامي امارت د ټولو هغو چارو د عملي پيل لپاره چمتو دی چې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر لا نږدې او پياوړي کولو کې رغنده رول لوبوي.