ازبکستان: د منځنۍ آسيا او جنوبي آسيا ترمنځ د ارتباطي پله په توګه د افغانستان نقش مهم دی

کابل / د چنګاښ ۱۱مه / باختر
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين ميرويس ناب د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت له معين صديقوف فورکت احمدوويچ سره په غونډه کې د مرکزي آسيا – جنوبي آسيا د راتلونکي کنفرانس د جوړولو او د سيمه یيزو همکاريو د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د ( فرصتونو او چلنجونو) تر عنوان لاندې د مرکزي آسيا او جنوبي آسيا کنفرانس د جوړولو د ارزښت په اړه خبرو سره چې ټاکل شوې ده د روان کال د جولاى په ۱۶مه په تاشکند کې جوړ شي؛ په دې کنفرانس کې د افغانستان اسلامي جمهوريت د جمهوررييس د ګډون ډاډ ورکړ.
ميرويس ناب د دغه کنفرانس جوړول په افغانستان اوسيمه کې ددايمي سولې په تامينولو او سوکالى کې د اجماع د لازيات پياوړتيا لپاره يوښه فرصت وباله او له افغانستان سره د ازبکستان د همکاريو پردوام ټينګاروکړ.
وروسته احمدوويچ د افغانستان مسئلې ته د سيمې له لارښود څخه د ازبکستان پر ملاتړ ټينګار وکړ او د افغانستان د دولت په مشرۍ او مالکيت یې د سولې بهير په مرکز کې د اجماع د پياوړتيا په اړوند له افغانستان سره د ملاتړ او همکاريو د دوام لپاره د خپل هېواد د ژمنې په اړه د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين ته ډاډ ورکړ.
د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت معين د منځني آسيا او جنوبي آسيا ترمنځ د ارتباطي پله په توګه د افغانستان د کليدي نقش په اړه خبرې وکړې او د سيمه ييزې نښلونې په لاره کې یې د افغانستان د پېشنهادونو د څېړنې لپاره د خپل هېواد تيارى اعلام کړ.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته