خبرونهاقتصادTOP

ازبيکستاني سوداګرو په هېواد کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی

کابل، د غبرګولي ۲۰مه، باختر

د ازبیکستان یو شمېر سوداګرو د بلخ له والي محمد یوسف وفا سره د کتنې پرمهال په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.

په دې کتنه کې د ازبيکستان د سرخاندریا ولایت د سوداګرو په استازیتوب نادر روستم د اسلامي امارت له لوري د سوداګرو ستونزو د حل او هغوی ته د آسانتیاوو د برابرولو له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې د سرخاندریا سوداګر غواړي بلخ کې د شیدو د تولید، د بوټو د تولید، د ساختماني موادو، د کالیو او د سکرو ډبرو څخه د برق د تولید کارخونې جوړې کړي.

په همدې حال کې د بلخ والي محمد یوسف وفا د ازبیکستان له دغو سوداګرو څخه مننه وکړه، چې د دواړو لوریو سوداګرو د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره پوره هڅې کړي، ځکه اوسمهال په افغانستان کې پانګونې هر ډول شرایط برابر دي.

نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د سوداګرو ستونزو حل ته چمتو دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته