خبرونهنړۍ

ارکانزاس ایالت کې برید؛ درې امریکایان وژل شوي دي

نړۍ، د چنګاښ ۲ مه، بهرنۍ رسنۍ

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا متحده ایالاتو په ارکانزاس ایالت کې یو وسلوال کس په یو سوپر مارکېټ کې پر عامو خلکو ډزې کړي.

پولیسو ویلي، برید کې درې تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي، چې د ځینو هغو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

پېښه په ځایي وخت د جمعې په ورځ ۱۱:۳۰ بجې رامنځته شوې او برید کوونکی لومړی د پولیسو له لوري ټپي او ورسته نیول شوی دی.

د برید انګېزه لا نه ده معلومه خو پولیسو په دې اړه د څېړنو کولو خبر ورکړی.

امریکا کې وخت ناوخت دغه ډول بریدونه ترسره کېږي او فعالان یې پړه پر حکومت اچوي، چې ګواکې د وسلو درلودلو قانون نه سختوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته