ارغنديوال د حکمتيار وړانديز رد کړ .
کابل باختر د وري ديارلسمه :
حکمتيار د اسلامي ګوند له مشر ارغنديوال څخه غوښتي دي چې دخپل ګوند نوم د پيشوند اويا پسوند په زياتولو سره متفاوت کړي خو ارغنديوال دغه وړانديز رد کړى دى .
په رسنيو کې په خپرو شويو رپوټونوکې ويل شوي دي چې ګلبدين حکمتيار له عدليې وزير څخه هم غوښتي دي چې د ده د ګوند په نامه کې يو بدلون وارد کړي ، خو د وزير له مخالفت سره مخامخ شوى دى .
باختراژانس په رسنيو کې د خپرو شويو رپوټونو پربنسټ ليکي چې ارغنديوال منلې ده چې څلويښت کاله مخکې د دغه ګوند د موسس په توګه د حکمتيار نوم په دې وزارت کې د خپل ګوند په فاعل کې په يوخاص فورم کې ثبت کړي . خو چمتو نه دى چې دګوند رياست حکمتيار ته وسپاري اويا دګوند نوم بدل کړي .
داسې څرګندونې شته چې دحکمتيار يوشمېر پوځي قوماندانانو ارغنديوال ته خبر دارى ورکړې دى چې د حکمتيار سپکاوى ونه کړي .
دغه خبر دارى اوس د حکمتيار او ارغنديوال ترمنځ په نويو ناندرو بدل شوى دى .
د ارغنديوال او حکمتيار ترمنځ ناندرې په داسې حال کې طرحه کېږي چې د اسلامي ګوند يوه بله څانګه تېره اوونۍ له اسلامي ګوند څخه جلا شوه او د اصلاح غوښتونکو په نامه خپل فعاليت ته دوام ورکوي . ختم_ ج _ اکرم