خبرونهنړۍ

اردن د غزې اوسېدونکو ته د هوا له لارې بشري مرستې غورځولې دي

 نړۍ، د کب ۸ مه، بهرنۍ رسنۍ

د الجزیرې خبري شبکې پر وېب پاڼې خپاره شوي مطلب کې راغلي، چې د اردن د شاهي پوځ یوې الوتکې، چې د فرانسې د هوایي ځواک یوې جېټ الوتکې یې ملیتا کوله، د غزې په سواحلو کې د دغې ټړانګې اوسېدونکو ته، چې د صهیونست پوځ له سخت ظلم سره مخ دي، د ژوند تر ټولو اړین مواد غورځولي دي.

دغو مرستو کې د بېلابېلو موادو یولس بستې شاملې دي او د غورځولو عملیات یې پرون دوشنبې ترسره شوي دي.

غزه کې دا مهال تر یونیم میلیون زیات خلک له سختې لوږې او د ژوند د نورو اړینو موادو له کمښت سره مخ دي او د اسرایلي پوځ د روانو نږدې پنځه میاشتېنیو ظلمونو له امله د ژوند تر ټولو سختې شپې او ورځې تېروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته