اديانو ته داعتراض کوونکو دغندلوپه خاطردسعودي عربستان دباچا غوښتنه.

مکه مکره عرب نيوز باختردلړم دمياشتې ٧ : 
دسعودي عربستان باچا ملک عبدالله دملګروملتو له سازمان څخه غوښتي دي چې  اديانو ته  داعتراض کوونکو  دغندلو په خاطر يو قانون تصويب کړي.
دسعودي عربستان باچا چې دشنبې په ورځ يې له اسلامي شخصيتونو اودحج دهيئتونو له رييسانوسره يې په مکه مکرمه کې خبرې کولې وويل ، چې دملګرو له سازمان څخه غواړي چې ديو قانون په تصويبولوسره  هرهيواد  اوياډله  چې په اسمايي اديانو تعرض وکړي هغه وغندي .
ملک عبدالله وويل : حج ديووالي او اسلامي پيوستون سمبول دى  اوله مسلمانانو څخه يې وغوښتل چې خپل وحدت اوپيوستون ټينګ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته